څلور نوي غزلونه
غزل
كور لرې او اور لرې له تورو دښمنانو كړه
ګران وطن خوندي له دې سرزورو دښمنانو كړه
مار، عرب، طالب، پنجابى زهر زهر زهر دي
ځان دي پټ د ژوند له دې څلورو دښمنانو كړه
خدايه! چې جنت افغانستان مې سوځوي په اور
ډك دي جهنم په دې شبكورو دښمنانو كړه
ژبه، تاريخ، قوم وركوي پر لاهوري اسلام
خاوره دي صفا له ضميرپلورو دښمنانو كړه
ژوند يې له ما زده كړ، بې تهذيبه لا هم ما ګڼي
برخه مې خداى څنګه له بدپورو دښمنانو كړه
سور په خپلو وينو كې زخمي افغانستان ويل
لوټ مې خزانه له ټولو لورو دښمنانو كړه
يو افغانزوى نه تا ځورولي پاكيستانه ډېر
خداى دي درته پام د داسې نورو دښمنانو كړه
_____________________________________________
فى البديهه غزل
څو چې د وحدت پر ټغر نه راځي
هيڅ كرار به هم لر او بر نه راځي
دا افغانستان دى څه دوزخ نه دى
دلته دي وګړي د شر نه راځي
لار كه ګاونډيه درته و تړم
بيا به دي له كوره ضرر نه راځي
كور مو تل برباد اسلام اباد غواړي
هيڅ له بلې خوانه خطر نه راځي
غواړي شعور، پوهه د وطن مينه
سوله په دعا په منتر نه راځي
وران يې كړ بودا، خو بودا مړ نه دى
دلته دي تورمخى آذر نه راځي
زه د خپلې خاورې سكه زوى يمه
جبر دي پر ما د پلندر نه راځي
غواړي سين د ژوند د زيار همت غوټې
ځكه خو دي لاس ته ګوهر نه راځي
زړه كې مې بهېږي د لمبو چينې
كور ته مې اوبه د كوثر نه راځي
ځار تر افغانانو افغانزويه! شم
څوك دي په دې منځ كې خنجر نه راځي
_____________________________________________
غزل
وحشت راوړي، زه پېژنمه پل د ګاونډي
څراغ يې دى زما په وينو بل د ګاونډي
په كاڼو خلك ولي او لاس پټ نيسي تر شا
دنيا ده پوهېدلې په دې چل د ګاونډي
چې برم مې د تاريخ په تورو خاورو ولړي
ور وتړي پټكى او شي اتل د ګاونډي
په ورځ مې سكه ورور د خاورې مور د كور غمخور
په شپه كې د شيطان غوندې شي مل د ګاونډي
ټيكري وړي د تورسرو له سرو لېونى باد
كه كور ته مو راغلى دى كوم غل د ګاونډي؟
چې سر ته يې مغروره زامن ناست وي په ژړا
باداره! غواړو ژر درنه اجل د ګاونډي
راځي ترې افغانزويه! هر مهال د كركې بوى
زموږ له غوښو جوړ دى هر محل د ګاونډي
_____________________________________________
غزل
ډك زړه مې چې تاته په دوعا شي د وطن موركۍ
وايم ستا زخمونه دي دوا شي د وطن موركۍ
ستا پېرزو پر مرګ نه دي په غېږه كې يې ونيسې
خپل زامن كه هم درته بلا شي د وطن موركۍ
څوك چې دې بچيو ته په بدو سترګو وګوري
ستا له سترګو اوښكه را جلا شي د وطن موركۍ
ستا د پت سودا كوي نه مري او نه يې زړونه چوي
خلك چې بې ننګه بې حيا شي د وطن موركۍ
ستا جنتي حسن چې خيرنې سترګې نه ويني
جوړه دي پر تا داسې كلا شي د وطن موركۍ
تاته چې راوړي د جنګ ناسور دا نافرمانه زوى
دا دي نه طالب او نه ملا شي د وطن موركۍ
مرګ دي يې مېلمه، ايمان خطا شي د وطن موركۍ
افغانزوى افغان
په دې ويبلوګ کې د لر او بر افغانستان د سياست، ادب او کلتور په اړه ليکنې لوستلاى شئ.